Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
ميا مير مين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ميردمنه

په اورګون کي د ځنګل ساتني دپاره چي د کلانترانو په مرکه کي څوک مقرر سي، هغه مير بلل کيږي. مير ته چي د دغي وظيفې په مقابل کي د قوم له خوا څخه کومه اجوره ور کول کيږي، هغه ميردمنه بولي (۱). د ميردمني اندازه پر هر کور يو چارياک غنم او يا يو چارياک جواري وي، چي د کاله ور کول کيږي، دا د مير وروستنی شکل دئ، خو داسي معلوميږي چي مير تر خان ډېر لرغونی د قدرت او مشرتيا مقام دئ، مير اوس يوازي د ځنګل په کار کي مقرريږي، خو پخوانی مير د ټولو چارو اجراکوونکی وو. دغسي مير انتخابي وو او په ميراثي ډول دا مقام خپلو وروسته‌پاتو ته پرېښوولای نه سي. (۱) فولکلور مجله، د ۱۳۵۲ل. کال دوهمه او دريمه ګڼه، (۵۵مخ)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]