Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
ميا مير مين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ميراته

په قبيلوي بديو کي هغه شديد عمل ته ميراته وايي، چي يوه خوا د بلي خوا د سړي يا سړو پر کور حمله وکړي او په هغه کي نارينه ټول قتل کړي. په داسي تېري کي کوچني نارينه اطفال هم وژل کيږي، خو په ښځو کار نه لري. د ميراتي او پګړې توپير دا دئ چي په پګړه کي ښځي هم وژل کيږي، يعني هيڅوک ژوندی نه پريږدي، خو په ميراته کي يوازي نارينه وژني او په ښځو کار نه لري. په وزينو کي ميراتي ته (خی) او (سټه) هم وايي. د ميراتي تاوان ډېر دروند دئ، هغه څوک چي ميراته ور کړي، د يو لک څخه تر يو لک پنځوس زره افغانيو پوري پيسې ځني اخلي او (۳۰) پسونه په حلالوي، کور ئې ور سوځي او آن له وطن څخه ئې هم شړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]