Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
ميا مير مين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مير

مير هم قبيلوي مشر دئ او د اربکيانو لارښوونکي ته مير ويل کيږي (۱). په ځينو قبيلو کي د ځنګل ساتونکی مير بولي، چي د کلانترانو له خوا ټاکل کيږي او د (ميردمنۍ) مستحق وي. (ميردمنه دي په قاموس کي وکتل سي). مير د مشرۍ يو لقب دئ چي ښايي د ډېرو لرغونو زمانو څخه به پاته وي؛ ځکه په کوم خاص صلاحيت چي ئې نن وينو، د آريايي ټولني د مشرۍ ډېري نخښي پکښي پرتې دي. مير د محافظ مشر په حيث يو مقام دئ چي د کلانترانو يوه کمېټه هم لري، چي د هغه سمتونو په حساب څارنه کوي او د مير د اوامرو د تطبيق دپاره اربکی (قومي سپايي) وظيفه اجرا کوي. مير، کلانتران او اربکيان په ټاکلې اندازه له قبيلې څخه يو څه اخلي چي د ميرو هغې ته (ميردمنه) وايي. (۱): په لوبو کي هم د ډلو مشر مير بلل کيږي او د لپړلو په وخت کي ويل کيږي: ميره ميره الې (رشاد)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]