مشر یو دروند قبيلوي لقب دئ، چي چا ته ور کول سي، هغه د قبيلې مشري په غاړه اخلي، د جرګې او مرکې مشرتوب کولای سي. مشر باالعموم د سپينږيري په مفهوم راځي، کېدای سي چي د مشرۍ په مقام کي په عمر ځوان سړی وټاکلی سي او کله چي دغه لقب ور کول سي، نو هغه د مرکې او جرګې د را غوښتلو صلاحيت هم پيدا کوي. په عام ډول هر سپينږيری مشر دئ، خو دا مشري د عمر او سن په لحاظ ور کول کيږي، ولي د قبيلوي مشرۍ لقب د مشر د نفوذ د تضمين له پاره ده. کله چي يو په عمر ځوان سړی د قبيلې مشر وټاکل سو، نو هغه د مشرۍ له هغو ټولو اخلاقي امتيازاتو خاوند کيږي، چي په عمر پاخه سپينږيري ته په برخه وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]