ملامت د پړ معنا ور کوي؛ کوم څوک چي په چا دعوه وکړي او يا ملامت سي، هغه ته ملامت وايي. ملامت په قبيلوي نرخ کي د ناغې په ور کولو مکلف ګڼل کيږي. د پړ کلمه په ختيځو او جنوبي قبيلو کي راځي، خو په لوېديځو قبيلو کي دغه پړ ته ملامت وايي. هغه څوک چي ملامت سي، بايد خپله ملامتيا ومني او که سر پېچي، نو ناغه ئې زياتيږي. په بړېڅو کي هغه سړی چي درې واره ملامت سي، نو ډول پر وهل کيږي، وايي: «د ملامت برخه خواره وي». کوم څوک چي ملامت سي،نو هغه په قبيله کي د اعتبار څخه لويږي او قبيلوي سړی مرګ مني، خو ملامتيا نه مني. دا متل چي وايي: «په شلو وهلی ښه دئ، نه په يوه پړ!». په لوېديځو قبيلو کي د پړ پر ځای د ملامت کلمه استعمالوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]