Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پړ

پړ (ملامت) دئ. هر سړی چي جرم وکړي او پر اثبات سي، پړ دئ. پر مجبور دئ چي خپل مقابل خوا ته تاوان او (شرم) ور کړي. پړ ته پيغور هم په نصيب کيږي، نو دا ځای دئ چي پښتانه متل کوي: (په سلو وهلی ښه دئ، نه په يوه پړ). پړ د جرم په نوعيت سره مجازات ويني. په لويو پېښو کي پړ د غټ تاوان په تاديه مجبور دئ او په کوچنيو پېښو کي پړ د (شرم) په ور کړه مکلف کيږي. د پړ خبره هم نه اورېدل کيږي. نرخ و هر پړ ته حق ور کوي، چي پر يوه مرکه بله را وغواړي، خو که هغې مرکې د لومړۍ مرکې فيصله تائيد کړه، نو پر به سربېره د لومړۍ پرېکړي په فيصله مقابلي خوا ته تاوان ور کوي او جرګې ته به هم ناغه ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]