Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پچه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پچه

پچي ته هسک هم ويل کيږي. په قبيله کي چي کوم څه وېشل کيږي، نو برخي جوړي سي او بيا د دې دپاره چي د ټولو قناعت حاصل سوی وي، پچه پر اچول کيږي. د باجوړ د سرکلاڼو په (مامندو) کي چي د وېش په سيسټم مځکي سره بدلوي، نو کله چي برخي سره وټاکل سي، بيا پچه پر اچول کيږي. مالداران چي هم څو کسه په ګډه مالونه لري، نو د سکول (د وړۍ پرېکول) پر وخت چي وړۍ کوټه سي، نو برخه په پچه معلوموي. په لوېديځه خوا کي تر اوسه چي د چا نوم په عسکرۍ کي را ووځي، وايي پچه ئې را ختلې ده. په ليرو کليو کي چي ملايان خواران وي، نو د کټو په شپه د غوښو برخي په پچه وېشي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]