Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پټک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پټکی

پټکی يا پګړۍ د (دستار) معنا ور کوي، خو په اصطلاح کي د نارينه‌توب علامه ده. پټکی او شمله يو مفهوم لري او د غيرت علامه هم بلل کيږي، لکه د ښځي ټکری، چي د احترام وړ دئ، نو د نارينه پټکي ته هم بايد درناوی وسي. وايي: متل (پټکی او ټکری ساري دي) د دې معنا دا ده، چي ښځه او نارينه يو شان او سره برابر دي. پټکی هغه تحفه هم ده، چي مرکه‌چيانو ته ور کول کيږي. د مرکې په پای کي د دعوې دواړي خواوي چي کوم سوغات مرکه‌چيانو ته ور کوي، باالعموم هغه پټکی بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]