Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
وېر وېش

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

وېش

وېش د تقسيم معنا ور کوي، خو په خاص ډول په مامندو کي د شيخ‌ملي د مځکو وېش. د قانون سره وېش کلمه په خاص مورد کي استعماليږي. د دغه قانون له مخي به ټولي مځکي په هرو لسو کالو کي يو ځل وېشل کېدې او لس کاله چي به پر تېر سول، نو دا وېش به له سره نوی کېدی. وېش يو ډېر قديم عرف دئ او د قبيلوي ملکيت د هغه وخته را شروع کيږي چي کوچياني ژوند و کليوالي ژوند ته را اوړي. لرغوني کوچياني قبيلې چي تاريخ ئې موږ ته را پېژني د زراعتي کېدو له مرحلې سره ئې دغه دود تر هغه وخته پوری پالئ، تر څو د دولت موسسې طلوع پر وکړې. په پنځلسمه پېړۍ کي شيخ‌ملي نومی يو سړي د وېش سيسټم د لرغونو آريايانو د وختو څخه موجود وو، تر نوي نظم لاندي راوست او د يو ليکلي مدون قانون په شکل ئې منځ ته راوړ او تطبيق ئې کړ. پر دغه ليکلي مدون املاکي قانون ئې د دفتر نوم کښېښود او په هغه کي د وېش سيسټم د قبيلوي او محلي شرايطو په اعتبار يو دوراني وېش ته واچاوه. دا سړی د يوسفزو هغي قبيلې ته منسوب وو چي د يوولسمي مېلادي پېړۍ څخه ئې په حرکت پيل کړی وو او د دې قبيلې مور قبيله د (خښي) په نامه د کندهار څخه او له کابله د پېښور حدودو ته رسېدلې او د بېلو بېلو لوټو قبيلو په جمله کي ئې د يوسفزو قبيله هم يوه لور وه. د دغي قبلې څخه شيخ ملي د قانوني ذهنيت او قبيلوي نفوذ څخه برخورداره وو، نو ځکه ئې د دفتر سيسټم جاري کړ. د مځکو د بدلون عمليه د هغه وېش په سيسټمتر دا نژدې کلونو پوري لا جاري وه، د دغه وېش په سيسټم کي د کرني مځکي د خوندو قبيلو د پښو او کورنيو تر منځ په هرو لسو کالو کي يو ځل بدلېدلې. په ځينو ځايونو کي حتی کورونه او کلي هم بدلېدل او وېش نوی کېدی. د مځکو دا وروستی وېش په (۱۳۳۵ش.) کي لا هم سوی دئ. د شيخ ملي د دفتر سره ډېري مجادلې وسوې او شيخ په دې تورن دئ، چي ده د خدای په وېش کي لاس وهلی وو. هغه مهال چي په قبيلوي نظام کي د شخصي ملکيت د پراختيا او ټينګښت شرايط برابرېدل، نو د وېش سيسټم هم کمزوره کېدی او د شيخ ملي دفتر يوازي يوسفزو وساتی او سره له دې چي د دښمنانو قبيلو او بانفوذه خانانو څخه ئې پټ ساتی، خو بيا همنن ورک دئ، ولي (راورټي) انګليسي وايي چي هغه ما په خپله ليدلی دئ. خوشحال خان خټک د دغه دفتر په باب داسي وايي: «په صوات کي دي دوه څېزه که خفي دي که جلي ـــ يو مخزن د دروېزه دئ، بل دفتر د شيخ ملي». په مغولي او انګليسي دوران کي د وېش له دغه سيسټم سره مجادله وسوه، خو يوسفزو (په خاص ډول) تر کلاڼو مامندو تر اوسه وساتئ. داسي پوره څرګنده ده چي دغه سيسټم به دلرغوني آريانا د وخت څخه رواج وو، ځکه د يوناني سکندر په وخت کي دغه سيسټم په يوه پراخه ساحه کي حاکميت درلود. نيارکوس (Nearchus) وايي چي د يوناني سکندر په وخت کي په هندوستان کي داسي لوی کهولونه ول چي دوی په ګډه مځکه کرلې (۱)، يعني د دوی تر مڼخ مځکه ګډه وه او له دې څخه نو دا نتېجه راوزي، چي دوراني وېشي د شخص خوا ته له ګډ حالت څخه لومړی يون وو. د وېش سيسټم په حمايت کي د (روښاني) نهضت جګړې هم شاملي دي او د تاريخ مرصع ليکوال افضل خان خټک چي د خوشحال خان خټک لمسی دئ، د دې خبري يادونه د خپلي خاطرې په اساس داسي کوي: «زما د مور له خوا نيکه ملک تور اورکزی چي په اول کي د روښاني حرکت او نهضت ملګری وو او بيا ئې دا حرکت پرېښود او د مغولو پر خوا ولاړ. ملک تور احداد (د بايزيد روښان لمسی) ته د مباحثې پر وخت وويل: زه چمتو يم چي ستا هر فرمايش ومنم، مګر د کور او پټي اختيار نه در کوم». دغه د وېش سيسټم ورو ورو له منځه ولاړ او ځای ئې د دولت په اعتبار تر قانوني سند پوري ورسېد. البته په يوسفزو کي دا عرف ډېر ژوندی ساتل سوی وو. د وېش په سيسټم کي د (کوندي) په حساب مځکه وېشل کيږي. دا کندی د لوی کهول د اوسېدني ملکيت دئ چي يو شمېر کورنۍ پکښي اوسي (د کندي کلمه وګورئ). دغسي اصطلاح اوس په هغو سيمو کي چي د شيخ ملي د دفتر د وېش سره آشنا دي، رواج لري. (برخه) او په ترتيب سره د وېش نور واحدونه په دغه دفتر کي قيد وه، چي اوس ښاغلي نعيم سالارزي را ټول کړي او يو مونوګراف ئې پر ليکلی دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]