Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
ويس وين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

وينه

وينه د دري د (خون) په معنا راځي، خو په اصطلاح کي د پلريني خپلوۍ ته هم وينه وايي، خو په ځينو مواردو کي قتل ته هم کنايتاً وينه ويل کيږي. د مړي بدۍ ته هم د ويني بدي وايي. متل دئ، چي وايي: «وينه بايد په وينه پرېولل سي)، معنا ئې دا ده چي قتل بايد په قتل فيصله سي. (د ورمېږ وينه مو سره شريکه ده)، دا هم د قبيلوي خپلوۍ مفهوم ور کوي. (د اووه سره د پرېکولو) په لوړه کي قسم هغو ته ور کول کيږي، چي د ويني ګډون سره لري. په قبيلوي ساحه کي د دوستيو او دښمنيو حساب ټوله د ويني د اشتراک په حساب کيږي. د دښمن د ويني شريک هم دښمن دئ او د دوست د ويني شريک دوست دئ، په بدل کي د ويني اشتراک تر حساب لاندي راځي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]