Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
هد هو هډ
هډ هډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

هډ په هډ کي

کله چي د قتل په پېښه کي د مرکې په پرېکړه د مقتول طرف ته ښځه ور کړي او په دغه طريقه روغه وسي، نو دې ته هډ کي ويل کيږي. کله چي ښځه په دغه حساب يعني هډ په هډ کي ور کول سي، که پر هغې کوم فشار راځي، پلارګنۍ ئې د شکايت حق نه لري، خو باالعموم دا کار نه کيږي، ځکه د ښځي سره بدي کول د مېړاني څخه منافي عمل بلل کيږي. هډ په هډ کي قبلول يوازي د مقتول د کورنۍ په تصميم اړه نه لري، بلکي د پلريني ټوله غړي بايد تصميم ونيسي. دا ضروري نه ده چي د هډ په هډ کي پرېکړه يوازي پر يوه ښځه ودريږي، بلکي په لويو پېښو کي حتی اووه ښځي هم هډ په هډ کي ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]