Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
هد هو هډ
هوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

هوډ

هوډ د تصميم او ټينګ نيت په معنا راځي. هوډه تر سر رسول د غيرت نښانه ده. په هوډ کي پاته راتلل د بې‌غيرتۍ او بې‌تصميمۍ علام ده. په ځينو پښتني سيمو کي دا په (هوډه) تلفظ کيږي. هوډ يا هوډه د پښتونولۍ غټ خصلت دئ. کله چي دوه کسان يا دوې قبيلې يو د بل په مقابل کي پر هوډ يا هوډه ودريږي، نو ډېري ويني پکښي توئيږي. هره خوا چي د خپلي هوډي څخه تېريږي، نو قبيلوي غرور ئې هم کميږي. په مرکه او جرګه کي تر پيل پخوا د دواړو خواوو څخه د جرګې يا مرکې غړي غواړي چي له خپلو هوډو څخه تېر سي او د مرکې پرېکړه ومني. د دوی څخه دغه قول اخلي او بيا جرګه او مرکه فيصله کوي. استاد پوهاند رشاد هوډ ته (عزم بالجزم) ليکلی دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]