Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ير
يرغ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

يرغل

يرغل د هجوم اوتېري معنا ور کوي. يرغل باالعموم هغه تېری دئ چي ناڅاپي وي. د يرغل د مخنيوي دپاره قبيلې يا کورنۍ چي په بدۍ کي وي، خلګ مقرروي چي د يرغل پر وخت ږغ وکړي. هغه کسان چي يرغل کوي، يرغلګر بلل کيږي. يرغلل کوونکی چي ونيول سي، نو يا ئې وژني يا يو نوغی پر ايږدي او بيا ئې ايله کوي او داسي وضع ډېره بده ګڼل کيږي او دا د انتقام سره د شرم ور اړولو په حيث هم تلقي کيږي. يرغلونه اکثره د شپې له خوا کيږي، خو کله کله د ورځي له خوا هم يرغل وسي، خو دا نو د جګړې په وخت کي وي، چي د ورځي يرغل عملي سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]