Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ير
يرغ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

يرغمل/ يرغمال/ ارغمال

يرغمل/ يرغمال/ ارغمال ټوله يو مفهوم ور کوي. انسان په ګروي کي ور کولو ته يرغمل وايي. کله چي د دوو قبيلو تر منځ پرېکړه وسي او جګړه په روغه واوړي، نو د يوې مودې له پاره ځيني شرايط ايږدي چي د هغه په پر ځای کولو دواړي خواوي مکلفي ګڼل کيږي. د دې له پاره چي په دغه مورد کي يو پر بل کامل اعتماد ولري، هر طرف بل طرف ته سړي په ګروي کي ور کوي، چي دغه ته يرغمل يا يرغمال يا ارغمال ويل کيږي. د يرغمل په باب استاد پوهاند رشاد دا يادداښت ليکلی دئ: يرغمل د اعتبار او اعتماد له پاره د ي سړي بېول دي، دا کلمه په ترکي کي هم رواج لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]