Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(30:13) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ولم يكن لهم من شركائهم شفعاء وكانوا بشركائهم كافرين

وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ مِنْ شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاءُ وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اونه به وي دوى ته له شريكانوددوى څخه كوم شفاعت كوونكى اوشي به دوى له شريكانوخپلو( پس له نااميدۍ ) بيزاره منكران .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د هغو په انګيرل شويو شريكانو كښې به هيڅوك دهغو سپارښګرنه وي او هغوى به له خپلو شريكانو څخه منكر شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې هغه شيان چې د الله جل جلاله شريكان يې ګرځوئ كله چې په مطلوب وخت كې په كار ورنشي نو ورڅخه منكريږي او داسې به وايي ( وَاللّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ ) قسم دى په الله جل جلاله چې مونږ مشركان نه وو .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الروم 30 ؛ آيت - 13 ] (30:13)