Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(30:18) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وله الحمد في السماوات والأرض وعشيا وحين تظهرون

وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخاص همده لره ده ټوله ثناء صفت په آسمانونوكې اوپه ځمكه كې اوكله چې ننوځئ په آخردورځې كې اوكله چې ننوځئ په ( وخت د) ماسپښين كې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په اسمانونو او ځمكه كښې دهمغه لپاره ثنا ستاينه ده.او ( دهغه تسبيح وكړئ ) مازيګر او كله چې پرتاسې د ماسپښين وخت راځي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كه جنت غواړئ نو الله جل جلاله ياد كړئ چې د هغه ياد په زړونو ، ژبو ، اعضاؤ او ټولو جوارحو سره كيږي په لمانځه كې د دريو واړو ډولونو يا د سره جمع كړى شى دى او د فرض لمانځه وختونه همدغه دى چې په دغه آيت كې بيان شوي دي يعنې سبا او ماښام ( چې مغرب او عشاء پكې شامل دى ) د ورځې وروستى وخت ( ماذيګر ) او ماسپښين كله چې لمر له نصف النهاره واوړي چې همدغه پنځه واړه وختونه د لمانځه دي په دغو وختونو كې د الله جل جلاله د رحمت يا قدرت يا عظمت آثار لا زيات ښكاره او ظاهريږي لمر د اجسامو په عالم كې له ګردو ځينې لويه او روښانه كره ده چې بالواسطه يا بلاواسطه دده له فيض او تاثير څخه د اسبابو په عالم كې ښايي هيڅ يو مادي مخلوق مستثنى نه وي لكه چې د ( ارض النجوم ) مصنف دغه موضوع په ډيره شرح او بسط سره ثابته كړى ده په همدې بنا د ستوريو عابدانو لمر خپل لوى معبود ګرځولى ؤ چې د همغه په لورې د حضرت ابراهيم عليه السلام په دغه قول : ( هَـذَا رَبِّي هَـذَآ أَكْبَرُ ) كې اشاره ده د دوى د عجز او بې چارګۍ او د لمر پرستانو له دغه لوى فيض ځينې د محرومۍ ښكاره مظاهره هم په همدغو پنځو وختونو كې كيږي سهار څه وخت چې لا لمر نه وي راختلى او غرمه څه وخت چې لمر په زوال شروع كوي او دده په عروج كې كمى پېښيږي او ماذيګر كله چې دده په حرارت او رڼا كې په ښكاره ډول سره ضعف واقع كيږي او له غروب څخه وروسته كله چې دده نوراني وړانګو له اتصال څخه دده عابدين په كلى ډول سره محروميږي بيا د ماخوستن په وخت كله چې شفق هم بېخي غائب شى او د رڼا ډير خفيف آثار هم په افق كې باقې پاتې نشى په دغو وختونو كې موحدينو ته حكم وشو چې د لوى خداى جل جلاله عبادت كوئ ! او د لمانځه په ابتداء كې په ( الله اكبر ) ويلو سره د هغه لوى موحد ( ابراهيم خليل الله ) اقتدا كوئ چې هغه له ( هَـذَا رَبِّي هَـذَآ أَكْبَرُ ) څخه وروسته ويلى و : ( إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ) ( د الانعام ۹ ركوع ) ښايي په دغه آيت كې ( وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ) ويلو سره يې ددې مطلب يادونه كړي وي چې د تسبيح او تنزيه او يادولو لايق همهغه جامع الصفات ذات كېداى شى چې دده حمد ( ثنا ) او ښېګڼې د اسمانونو او ځمكې ټول كائنات د حال او قال په ژبه بيانوي بل كوم مجبور او عاجز مخلوق ددې خبرې استحقاق نه لرى كه څه هم په نظر كې ډير لوى او خورا ستر هم ښكاره شى وروسته له دې نه د لوى خداى جل جلاله د ځينو عظيمه و شئونو او كامله ؤ صفاتو بيان دې څو د معبوديت استحقاق په پوره ډول ښكاره او څرګند شي په دغه ضمن كې د بعث بعدالموت په مسئله هم كافى رڼا اچولى شوې ده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الروم 30 ؛ آيت - 18 ] (30:18)