يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
راباسي ( الله ) ژوندي له مړي ( لكه مرغه له هګۍ نه عالم له جاهل څخه ) اوراباسي ( الله ) مړي له ژوندي ( لكه جاهل له عالم څخه هګى له مرغه څخه ) اوژوندۍ كوي ځمكه پس له مرګه ( وچوالي ) دهغې اوپه مثل ( دراويستلوددغوشيانو) راويستل كيږئ تاسې ( له قبرونونه )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه له مړي نه ژوندى راباسي اوله ژوندي نه مړى راباسي او ځمكې ته دهغې له مرګه وروسته ژوند بښي.په همدې توګه به تاسې هم ( د مرګ له حالت نه ) راوويستل شئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې انسان له نطفې څخه او نطفه له انسان څخه ، مرغان له هګۍ څخه ، هګۍ له مرغانو څخه ، مؤمن له كافر څه ، كافر له مؤمن څخه پيداكوي . او ځمكه څه وخت چې وچه كلكه او مړه شي نو د خپل رحمت په اوبو سره يې بيا ژوندى او سمسوره كوي .
لنډه دا چې موت او حيات حقيقي وى كه مجازي ، حسي وي كه معنوي ددې ټولو واك او اختيار د الله جل جلاله د قدرت په لاس كې دى نو بيا ستاسې ژوندي كول او له قبرونو ځينې بيا راپاڅول دده په نزد كوم سخت او مشكل كار نه دى ( بلكې الله جل جلاله ته خورا اسان دي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الروم 30 ؛ آيت - 19 ] (30:19)