Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(30:26) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وله من في السماوات والأرض كل له قانتون

وَلَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخاص الله لره دي هرهغه چې په آسمانونوكې دي اوپه ځمكه كې دي ( سره له آسمانونواوځمكې خلقا، ملكاوعبيدا) داټول دغه ( الله ) ته اطاعت كوونكي دي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په اسمانونو او ځمكه كښې چې هرڅوك دي دهغه بندګان دي ټول دهمغه د فرمان تابع دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د آسمانونو او ځمكې ټول اوسيدونكي دده مخلوق ، مملوك ، بندګان او رعيت دي او هيڅوك له سره ددغې خبرې قوت او طاقت نه لري چې د الله جل جلاله ددغو تكويني احكامو له قبول څخه غاړه وغړولى شي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الروم 30 ؛ آيت - 26 ] (30:26)