وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوكه ووينې ته ( اى محمده ! ) كله چې دغه كافران ښكته اچوونكي به وي دسرونوخپلوپه نزددرب خپل ( په ورځ دقيامت كې له ذلت ندامت اوخجالت نه اووايي به ) اى ربه زمونږ وليده مونږاوواوريده مونږ( وعده ستااوتصديق درسولانو) پس بيرته بوځه مونږ( دنياته لپاره ددې ) چې وكړوښه عمل بيشكه چې مونږيقين كوونكي يو( نووبه ګورې ته يوسخت بدكاراودغه وينابه دوى ته له سره څه ګټه نه رسوي ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كاشكې ته ووينې هغه وخت چې دغه مجرمان ځوړند سر دخپل رب په وړاندې ولاړوي ( په هغه وخت كښې به دوې وايي ) : (( اى زمونږربه مونږښه ولېدل او وامو ورېدل ، اوس مونږبېرته ولېږه تر څو مونږنېك عمل وكړو ، اوس زمونږباور راغلى دى ))
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې زمونږ غوږونه او سترګې ، خلاصى شوې ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغو خبرو چې ويلى يې دي زمونږ يقين راغى او دغه ګرد شيان مو په خپلو سترګو سره وليدل او ښه وپوهيدو چې يواځې ايمان او صالح عمل د الله جل جلاله په نزد منظور او مقبول دى او په كار راځي اوس مو يو ځلې بيا دنيا ته وليږه او ومو ګوره چې مونږ څرنګه ښه عملونه كوو .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - السجدة 32 ؛ آيت - 12 ] (32:12)