Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(32:16) (آيت نمبر:سورة نمبر)
تتجافى جنوبهم عن المضاجع يدعون ربهم خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون

تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 لرې کيږي ډډې ددوى له ځايونو دخوب ( لپاره دتهجد ) بولي دوى رب خپل ( پټ له خلقونه ) له ويرې ( دقهره دالله نه ) اوله طمعې ( درحمت دده نه ) اوځينې له هغومالونوچې وركړي دي مونږدوى ته لګوي ( يې په لاره دالله كې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اړخونه يې له بستروڅخه بيل وي ، خپل رب ته له وېرې اوهيلې سره خپله غوښتنه وړاندې كوى.او څه روزي چې مونږهغوته وركړې ده له هغې نه لګښت كوي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې په خوف او خشيت او خشوع او خضوع په سجده لويږي په ژبه سره د الله جل جلاله تسبيح او تحميد اداء كوي او په زړه كې د كبر ، غرور ، لويي ، ځانمنۍ داسې خبرې نه ګرځوي چې د الله جل جلاله د آيتونو په مقابل كې د ټيټيدلو څخه مانع وي له خوږو خوبونو او پستو بسترو څخه پورته كيږي او د پاك الله جل جلاله په حضور كې دريږي له دېنه مراد د تهجد لمونځ دى لكه چې په صحيح حديث كې راغلي دي او ځينو ترې د سبا او د عشا د لمانځه يا د مغرب او د عشا د لمانځه په منځ كې كوم نفلونه چې كيږي هغه مراد كړي دي ( ګواكې په الفاظو كې ددې خبرې د ځائېدلو ځاى هم شته ) لېكن قوي هماغه لومړى تفسير دى . والله اعلم .
حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي : ( له الله جل جلاله ځينې هيله او طمع لرل او وېريدل بد نه دى اعم له دېنه چې په دنيوي امورو كې وي يا په اخروى كې كه په دغه مقصد كوم بنده عبادت كوي نو مقبول دى هو ! كه د بل كوم موجود د خوف يا رياء له سببه بندګى وكړى نو هغه رياء ده له سره نه قبليږي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - السجدة 32 ؛ آيت - 16 ] (32:16)