Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(32:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وجعلنا منهم أئمة يهدون بأمرنا لما صبروا وكانوا بآياتنا يوقنون

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوګرځولى ؤ مونږځينې له دوى نه امامان چې لاره به يې ښووله ( خلكوته ) په حكم زمونږكله چې صبروكړدوى ( په دين خپل ) . اووودوى چې په آيتونوزمونږ( چې له انبياؤ الله سره ؤ) يقين يې كاوه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او كله چې هغوې صبروكړاوزمونږپه ايتونو باندې يې باور وكړنو په هغوكښې مونږداسې لارښودونكي پېداكړل چې زمونږپه امر يې لار ښوونه كوله.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ددنيا په سختيو او د منكرانو په ظلم او تېريو ( يې صبر وكړ او خپل دين يې ټينګ وساته ) .
تفسير : يعنې مسلمانان دې د الله جل جلاله په وعدو يقين او باور ولري او په سختيو دې صبر وكړي او پخپلو كارونو كې دې ثابت او قايم اوسې نو له دوى سره به پاك الله جل جلاله همداسې معامله وكړى لكه چې وشوه او ښه وشوه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - السجدة 32 ؛ آيت - 24 ] (32:24)