Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(33:12) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإذ يقول المنافقون والذين في قلوبهم مرض ما وعدنا الله ورسوله إلا غرورا

وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 او( يادكړه هغه وخت ) كله چې وويل ( ابن ابي ابن قيشراونورو) منافقانواو ( وويل ) هغوكسانو چې په زړنوددوى كې مرض ( دنفاق) ؤچې نه ده وعده كړې له مونږسره الله اورسول ددغه ( الله په فتح دشام يمن ، پارس ) مګرپه غرورتيرايستلوسره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
يادكړه هغه وخت چې كله منافقانو او ټولو هغو خلكوچې د هغو په زړونو كښې ناروغي وه په ډاګه څرګنده ويل چې الله او دهغه پېغمبر ص چې له مونږسره كومې وعدې كړې وې هغه له غولونې پرته نور څه نه وې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : ځينو منافقينو به داسې ويل چې محمد صلی الله عليه وسلم به داسې دعوٰى كولې چې زما دين تر مشرقه او مغربه خپور او منشوريږي او د روم پارس اوصنعا بنګلى او ماڼى ماته راكړى شوي دي حال دا چې اوس مسلمانان د اودس د تجديد لپاره هم له خپلو سنګرونو څخه نشې وتلى هغه وعدى چيرې ولاړى ؟ حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي : ( مسلمانانو ته ښايي چې اوس هم د نا اميدۍ په وخت كې د بې ايمانۍ خبرې ونه كړي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الأحزاب 33 ؛ آيت - 12 ] (33:12)