مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ځينې له مؤمنانوڅخه ( داسې ) سړي دي چې رښتياكړى يې ده خبره چې عهدكړى ؤدوى له الله سره په هغه باندې ( چې ثبات ، استقامت فى القتال دى ) پس ځينې له دوى هغه دي چې ترسره يې كړنذرخپل ( چې مړشوياشهيد) اوځينې له دوى هغه دي چې انتظاركاږي ( دغه مرګ ياشهادت ته ) اوبدل يې نه كړ( عهدخپل يوه ذره هم ) په بدلولوسره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
له مؤمنانو څخه ځينى داسې شخصيتونه شته چې هغوې له الله سره كړې ژمنه رښتيا كړې ده ، له هغو نه چا خپل نذر پوره كړ او څوك دوخت راتلو ته انتظار باسي.هفوې پخپله كړنلاره كښې هيڅ تبديلي رانه وستله.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه وعده چې منافقينو كړې وه او د هغې ذكر په پخوانۍ ركوع كې پدغو الفاظو سره شوې ؤ ( وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِن قَبْلُ لاَ يُوَلُّونَ الأَدْبَارَ ) هغه يې ماته كړه او په ډيرې بې حيايۍ او بې شرمۍ سره د جنګ له ميدانه په څنګ شول پرعكس د دوى ډير زيات داسې پاخه مسلمانان هم شته چې هغو خپل عهد او پيمان په صداقت او امانت پاى ته ورساوه او د ډيرو زياتو مصاعبو او متاعبو او سختيو په اوقاتو كې هم ددين له حمايته او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نصرته او د مسلمانانو له رفاقته يو قدم هم بېرته پاتې نه شول كوم عهد او پيمان او ژبه چې دوى د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره كړي وه د غره په شان پرې ټينګ ولاړ وو له دوى خو ځينې كسان هغه دى چې خپله ذمه وارى يې پوره كړې وه يعنې په جهاد كې د شهادت په درجه نائل شوي دي لكه د ( بدر ) او ( احد ) شهداء چې په دوى كې د حضرت انس ابن النضر رضي الله عنه قصه ډيره مشهوره ده او زيات مسلمانان هغه دي چې په ډيره مينه او اشتياق سره دفى سبيل الله موت په انتظار كې دي او دي ته ګوري چې كله كومه محاربه راپېښيږي چې مونږ په هغې كې د شهادت په درجه نائل شو .
په هر حال دغه دواړه قسمه مسلمانان ( چې د الله جل جلاله په ليار كې يې ځان قربان كړى دى ــ يا د شهادت مشتاق دى ) د خپلو عهدونو او پيمانونو پوره حفاظت يې كړى دى او له خپلو خبرو څخه يې د يوې ذرې په اندازه هم تجاوز نه دى كړى .
فائده : په حديث كې نبي كريم عليه السلام طلحه رضي الله عنه ته وفرمايل : ( هذا ممن قضى نحبه ) دغه له هغو كسانو څخه دى چې خپله ذمه وارى يې پاى ته رسولې ده ) ګواكې دى يې په حيات كې شهيد درولى دى دى هغه اعظم مجاهد دى چې د ( احد ) په غزا كې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حفاظت كې د كفارو له غيشو څخه په خپل وجود سره مدافعه فرمايله او په دغه ضمن كې يې لاس هم د خير الناس څخه جار شو رضي الله عنه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الأحزاب 33 ؛ آيت - 23 ] (33:23)