وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوراكوزكړل ( الله ) هغه كسان چې كومك يې كړى ؤلدغو ( ډلوداحزابو) سره له اهل دكتابه ( چې بني قريظه ؤ ) له كلاګانوددوى اووغورځوله (الله) په زړونوددوى كې ويره (درسول الله اودمؤمنانو) يوه ډله ووژله تاسې اوبندي كوله به تاسې بله ډله .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او له اهل كتابونه چې كومو كسانو د دغو يرغلګرو ملګرتياكړې وه ، الله د هغو له كلاګانو څخه هغوې راكوز كړل او دهغوپه زړونو كښې يې داسې وېره واچوله چې نن تاسې له هغو نه يوه ډله وژنئ او بله ډله بندي كوئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : دغه د بنى قريظه ؤ يهودان دي چې د مدينې منورې په شرقى جانب كې د دوى يوه ټينګه او مضبوطه كلا وه او دوى لا له پخوا له مسلمانانو سره دروغې معاهده درلوده لېكن دغه د احزابو په جنګ كې ( د حيى بن اخطب ) په اغوا او لمسونه دوى هغه ګرد معاهدات مات كړل او د مشركينو په امداد ودرېدل له دوى ځينې ځينو كسانو پر مسلمانې ښځې هم حمله كړې وه چې د دوى د حملې جواب حضرت بي بي صفيهB په ډير شجاعت سره وركړى ؤ كله چې د قريشو كفار عاجز او ناچاره شول او بېرته ولاړل نو بنى قريظه په خپلو ټينګو او مضبوطو كلاوو كې ننوتل او دروازې يې كلكې وتړلې كله چې حضرت نبى كريم صلی الله عليه وسلم د احزابو له جنګه فارغ شو او په غسل او نورو تطهيراتو مشغول ؤ حضرت جبرائيل عليه السلام تشريف راو وړ حال دا چې د جبرائيل عليه السلام پر څهره هم د دوړو او غبار اثار وو او وئي ويل : ( يا رسول الله صلی الله عليه وسلم تاسې له خپل ځانه وسلې ايسته كړي دي حال دا چې پرښتې لاهم همغسې مسلحې پخپلو وظايفو كې مشغولې دي الله جل جلاله حكم دركوي چې پر بنى قريظه ؤ دې حمله وكړه شي ! ) فوراً منادىٰ وشوه او جار وغږېد چې : ( د بنى قريظه ؤ عهد ماتوونكيو جهوديانو باندې د يرغل ور وړلو حكم دى ! ) .
نو اسلامى افواجو په منتهى سرعت او شطارت سره د دوى كلاوې تر محاصرې لاندې ونيولې دغه محاصره تر څليرويشتو يا پنځه ويشتو ورځو وځنډېده ، بالاخر محصورين ناطاقته شول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور د پيغامو په ليږلو يې شروع وكړه بالاخره د دوى له طرفه دغه خبره ومنله شوه چې : ( مونږ له خپلو كلاؤ څخه د باندې راوځوو او د ( اوس ) د قبيلې مشر حضرت سعدبن معاذ رضي الله عنه خپل منځګړى حكم او منصف دروو ( ځكه چې هغه د دوى حليف و ) هر هغه فيصله چې سعد زمونږ په نسبت صادره كړه مونږ يې منو ) د دوى دغه خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ومنله لنډه يې دا چې حضرت سعد رضي الله عنه تشريف راوړ د يوه مسلم حكم په حيثيت يې فيصلې وكړه چې : ( د بنى قريظه ؤ ګرد جنګي زلميان دې ووژل شي او ښځې او وړوكى دې ټول د مرييتوب په قيد كې ونېول شي او د دوى اموال او شته دې د مهاجرينو په تصرف وركړل شي او د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مرضى او د دوى دداسې بدعهدۍ سزا هم داسې وه او دغه فيصله بيخې د مسلم او منلى شوى آسمانى كتاب ( توريت ) د احكامو سره موافقه وه لكه چې د توريت په كتاب د استثناء په ( ۲۰ ) صحاح ( ۱۰ ) آيت كې مسطور دي : ( كله چې پر كوم ښار د حملې په قصد ورځئ نو لومړى هغوي ته د روغې پيغام وليږئ كه هغوى له تاسې سره روغه وكړه او تاسې ته يې دروازې پرانستلې نو هومره خلك چې هلته موجود دي هغه به ګرد ستاسې مريان كيږي لېكن كه هغوى له تاسې سره روغه ونه كړه نو هغوى محصور كړئ او كله چې ستاسې الله تاسې ته پر هغوى برى او فتح دركړه او هغوى ستاسې په قبضه كې راغلل نو د دوى ټول نارينه سره ووژنى باقې وړوكى ، ښځې او ساكښان او نور شيان هومره چې په هغه ښار كې موجود وي هغه ګرد تاسې ته غنيمت دى ) سم لدغې فيصلې سره چې څومره زلمى جهودان وو ووژل شول او څومره ښځې او وړوكى قيديان شول او د دوى پر املاكو او اموالو مسلمانو قبضه وكړه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اتل مآ اوحی 21 ؛ سورة - الأحزاب 33 ؛ آيت - 26 ] (33:26)