Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(35:15) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يا أيها الناس أنتم الفقراء إلى الله والله هو الغني الحميد

يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اى خلقو تاسې فقيران محتاجان يئ الله ته ، اوالله همدى دى غني بې پروا ښه حمدثناءويلى شوى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
خلكو! همدا تاسې الله ته اړيئ او الله خوبې نيازه خود پخپله ستايل شويدى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ټول مخلوقات همغه الله جل جلاله ته اړ او محتاج دي او الله جل جلاله هيچا ته او هيڅ شى ته اړ او محتاج نه دى بلكې چې ګرد محاسن ، محامد او صفات دده په محمود او ذى الجود وجود كې مجموع او موجود دى نو همدغه الله جل جلاله د بلنې او دعا وړ او لايق دى او د امداد او استعانت څښتن او مستحق دى ( چې د خپلو بندګانو هر راز دعاء او سوال اورى او په خوښۍ سره يې مستجابوي او كه څوك دده لوى دربار ته خپل عجز ، نياز او افتقار نه وړاندې كوي په قهريږي ) .
الله يغضب ان تركت سواله

وابن آدم حين يسال يغضب
له خالقه كه ونه غواړى په قهر شي

له مخلوقه چې وغواړى دوى په قهر شي
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و من يقنت 22 ؛ سورة - فاطر 35 ؛ آيت - 15 ] (35:15)