Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(35:17) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وما ذلك على الله بعزيز

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اونه دي دغه ( شړل ستاسې اوراوستل دنورو) پرالله څه سخت مشكل .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دغسې كار كول د الله لپاره هېڅ ګران ندي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ الله جل جلاله داسې مطلق قادر دى چې تاسې ګرد له منځه ورك كړي او خپل بل مخلوق ستاسې په ځاى ودان او دروى چې من كل الوجوه الله تعالٰى ته داسې مطيع تابع او حكم منونكى وي لكه چې په آسمانو كې پرښتې دده خالصې او مخلصې بندګانې دي او داسې كول پاك الله جل جلاله ته ډيرسهل او آسان دي لېكن د الله جل جلاله د حكمت اقتضاء داسې ده چې په ځمكه كې دغه ګردې سلسلې ښايي چې قائمى او جارى وي او په پاى كې هريو د خپلو د ښو او بدو اعمالو جزا او بدل ومومي څو په دغه ترتيب سره د الله جل جلاله د ټولو صفاتو ظهور په عمل راشي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و من يقنت 22 ؛ سورة - فاطر 35 ؛ آيت - 17 ] (35:17)