Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(37:101) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فبشرناه بغلام حليم

فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس زيرى وكړمونږ په دغه ( ابراهيم ) پداسې هلك چې ډيرتحمل والابه وي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
( د دې دعا په ځواب كې ) مونږهغه ته ديو حليم ( زغمونكي ) هلك زېرى وركړ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې له دېنه معلوم شو چې حضرت ابراهيم عليه السلام د اولاد په نسبت چې دعا كړى وه او د الله جل جلاله په دربار كې قبوله شوه نو همدغه هلك يې د الله جل جلاله په دربار كې د قربانى په شان ور وړاندې كړ له موجوده توريت څخه هم ثابت دي كوم هلك چې ابراهيم عليه السلام ته دده د دعا په اثر ورعطاء شوى و هغه همدغه حضرت اسمعيل عليه السلام دى او ځكه يې نوم اسمعيل عليه السلام كيښود شو چې معنٰى يې : ( واوريد الله ) ده لكه چې اسمعي له دوو لفظو څخه جوړ دى چې ( سمع = اوريدل ) او ( ايل = الله ) دى يعنې الله جل جلاله د حضرت ابراهيم عليه السلام دعا واوريده او مستجابه يې وګرځوله او دغه هلك يې ورعطاء كړ په ( توريت ) كې دى چې الله جل جلاله ابراهيم عليه السلام ته وويل چې د اسمعيل په باره كې ما له تا واوريده نو په دې بناء په دغه آيت كې چې د هغه ذكر دى هغه حضرت اسمعيل عليه السلام دى حضرت اسحاق عليه السلام نه دى برسېره په دې د ذبحى د قصې د ختمولو څخه وروسته د حضرت اسحاق عليه السلام بشارت جلا وركړى شوى دى .
( وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَقَ نَبِيًّا ) معلوم شو چې په ( فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلاَمٍ حَلِيمٍ ) كې علاوه پر اسحاق عليه السلام د بل كوم هلك بشارت مذكور دى د اسحاق عليه السلام د بشارت وركولو سره د هغه د نبى ګرځولو زيرى هم وركړى شوى دى او د ( هود ) په سورت كې له حضرت اسحاق عليه السلام سره د حضرت يعقوب عليه السلام بشارت هم وركړى شوى دى چې د حضرت اسحاق عليه السلام ځوى دى .
( وَمِن وَرَاء إِسْحَقَ يَعْقُوبَ ) ( د هود ۷ ركوع ) بيا نو څرنګه ګمان كاوه شى چې حضرت اسحاق عليه السلام به ذبيح وى ګواكې پخوا له نبوة او د اولاد نه عطاء څخه ذبيح كيږي نو ځكه لا محاله ددې خبرې تسليم ضرورى كيږي چې همدغه حضرت اسمعيل عليه السلام ذبيح الله دى چې دده په متعلق د ولادت د بشارت په وخت كې نه د نبوت او نه د اولاد د اعطاء وعده كړى شوى وه همدغه ده چې د قربانۍ يادګار او د هغه متعلقه رسوم برابر په بنى اسمعيل عليه السلام كې د وراثت په طور منتقل او ادامه لري او نن هم د بنى اسمعيل عليه السلام همدغه روحانى اولاد يعنې مونږ مسلمانان د همغه مقدس يادګار حاملين يو په موجوده توريت كې تصريح ده چې د قربانى مقام ( مورا ) يا ( مريا ) او جهوديان او نصرانيان ددغه ځاى په پته ښودلو كې له هغو احتمالاتو څخه كار اخيستى دى چې له مطلبه ډير لرى دى حال دا چې نهايت اقرب او بې تكلفه خبره داده چې دغه ځاى ( مروه ) دى چې بيخي له كعبى شريفې سره نژدې واقع او هغه ځاى دى چې هلته معتمرين د بين الصفاو المروه له سعيى وروسته حلاليږي او ممكن دى چې په ( بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ ) كې د همدغې سعى په طرف اشاره وي د امام مالك په موطا كې يو روايت دى چې : ( رسول الله صلی الله عليه وسلم د مروى په طرف اشاره وكړه او ويې ويل چې دغه د قربانى ځاى دى ) غالباً دغه اشاره د ابراهيم عليه السلام او اسمعيل عليه السلام همدغه د قربانى ځاى ته ده كه نه د دوى په زمانه كې خو خلك عموماً له مكې معظمې څخه درې ميله لرى په ( منى ) كې قربانى كوله لكه چې تر نن پورې همغه سنت هملته جارى دى معلوميږي چې د ابراهيم عليه السلام د قربانى اصلى ځاى ( مروه ) و بيا حجاجو د ذبائحو د كثرت په ملحوظ هغه ( منى ) ته منتقل كړ .
په قرآن عظيم الشان كې هم ( هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ ) او ( ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ ) مذكور دى چې له همغه څخه د كعبى شريفې نژديوالى څرګنديږي والله اعلم په هر حال قرائن او آثار همدغه راښيى چې ( ذبيح الله ) همغه اسمعيل و چې په مكې معظمې كې اوسېده او همغلته دده نسل خپور شوى دى په تورات كې دغه هم مصرح ده چې : ( حضرت ابراهيم عليه السلام ته حكم وركړ شو چې خپل يو نازولى محبوب ځوى قربانى كړه ! ) او دغه مسلم دى چې حضرت اسمعيل عليه السلام پر حضرت اسحاق عليه السلام لوى و نو بيا حضرت اسحاق عليه السلام د حضرت اسمعيل عليه السلام په موجوديت كې څرنګه د حضرت ابراهيم عليه السلام يواځي يو ځوى كيداى شى ؟
عجيبه خبره لا داده چې دلته د ابراهيم عليه السلام ددعا په جواب كې د هغه هلك بشارت چې وركړى شوى دى هغه ته يې ( غلام حليم ) ويلى دى ليكن د حضرت اسحاق عليه السلام په بشارت كې كله چې ابتداء پرښتو د الله جل جلاله له جانبه زيرى وركاوه په ( غلام حليم ) سره تعبير كړى شوى دى د الله جل جلاله له خوا په لوى قرآن كې د ( حليم ) لفظ پر حضرت اسحاق عليه السلام يا بل كوم نبى نه دى اطلاق كړى شوى بلكې دغه لقب يواځى پر همدغه هلك چې د همغه د ولادت بشارت دلته وركړى شوى دى او دده پر پلار حضرت ابراهيم عليه السلام اطلاق شوى دى لكه چې د هود په ۷ ركوع كې ( إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ ) راغلى دى او د توبى په ۱۴ ركوع كې ( إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لأوَّاهٌ حَلِيمٌ ) مذكور دى چې له هغه څخه ظاهريږي چې همدغه پلار او ځوى په همدغه خاص لقب سره د مقلب كيدلو وړ او مستحق دى د ( حليم ) او د ( صابر ) مفهوم سره نژدې دى د همدغه ( غلام حليم ) له ژبې څخه دلته داسې نقل فرمايي : ( سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ) ( د انبياء په ۶ ركوع كې يې په صاف ډول سره فرمايلى دي ( وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ ) ښايي له همدې سببه يې د ( مريم ) په سورت كې حضرت اسمعيل عليه السلام ته ( صادق الوعد ) فرمايلى وى چې د ( سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ) وعده يې په څه ښه شان سره تصديق او رښتيا كړه په هرحال د حليم ، صابر او صادق الوعد دا القابو مصداق همغه يو شى معلوميږي چې حضرت اسمعيل عليه السلام دى ( وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا ) د ( البقرة ) په سورت كې د كعبى شريفې د تعمير په وخت كې د حضرت ابراهيم عليه السلام او اسمعيل عليه السلام له ژبې څخه كومه دعا چې نقل فرمايلى شوى ده په هغې كې دغه الفاظ هم شته : ( وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ ) بعينه د همغه مسلم تثنيه همدلته هم د قربانى په ذكر كې داسې اداء فرمايي چې : ( فَلَمَّا أَسْلَمَا الاية) او د همدغو دواړو ذريات يې په خصوصى ډول په ( مسلم ) سره ملقب وفرمايل بېشكه چې له دېنه اسلام ، تفويض ، صبر او تحمل بل به څه وى ؟ چې دغو دواړو پلار او زوى د ذبحه كولو او د ذبحه كيدلو په وخت كې له خپلو ځانو څخه راښكاره او څرګند كړل همدغه د همغه ( أَسْلَمَا ) صله ده چې الله جل جلاله ددغو دواړو صورى او معنوى زريات يې د (أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ ) وګرځول . فلله الحمد على ذلك والشكر له .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مالی 23 ؛ سورة - الصافات 37 ؛ آيت - 101 ] (37:101)