Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(37:103) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فلما أسلما وتله للجبين

فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس كله چې غاړه كيښوده ( دواړوحكم دالله ته ) اووايي چولودغه ( اسماعيل ) پر ( ښي ) اړخ دده .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په پاى كې چې كله دغو دواړو دمنښتې سر ښكته كړ او ابراهيم زوى پړمخې څملاوه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : ( يا وايي چاوه پړ مخى پروچولى دده ) پړمخى يې ځكه واچاوه څو د ځوى مخ ورته مخامخ نشى نه چې د پلار ولۍ مينه او محبت په جوش راشي ( او ددغه حكم په تعميل كې څه ډيل او ځنډ واقع شى ) وايي چې دغه خبره ځوى خپل پلار ته ور وښووده زيات له دېنه الله جل جلاله نه دى فرمايلى چې څه كيفيت او ماجرا تيره شوه يعنې هغه احوال په ويلو او ښكلوكې نه راځي چې د دوى پر زړو تير او پر ملائكو طارى شوى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مالی 23 ؛ سورة - الصافات 37 ؛ آيت - 103 ] (37:103)