Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(30 (31 (32 (33 (34 (35 (36 (37 (38 (39 (3:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(38:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قال لقد ظلمك بسؤال نعجتك إلى نعاجه وإن كثيرا من الخلطاء ليبغي بعضهم على بعض إلا الذين آمنوا وعملوا الصالحات وقلي

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ۩
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
  وويل ( داؤد) خامخاپه تحقيق چې ظلم كړى دى ده پرتاپه غوښتلودميږې ستا( چې يوځاى يې كړى ) له ميږوخپلوسره اوبيشكه چې ډيرله خلطاؤشريكانوخامخاظلم ( تيرى ) كوي ځنې ددوى پرځينونورومګر( تيرى ) نه كوي هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) اوډيرزيات لږدي ( داسې كسان په منځ ) ددغوشركاؤكې . اومتيقن پوه شوداؤدپدې چې بيشكه همداخبره ده چې وازمويه مونږدى نوبښنه يې وغوښته له رب خپل اوپړمخې پريوت په دغه حال كې چې ركوع سجده كوونكى ؤ ( الله ته )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
داؤد ع ځواب وركړ: ((دغه سړي له خپلو مېږو سره ستادميږې ديوځاى كولو په غوښتنه په ريښتا سره پرتا ظلم وكړ، اوواقعيت دادى چې خلط ملط اوسيدونكي خلك زياتره يوپربل ظلمونه كوي.فقط هماغه كسان له دې نه ژغورل شويدې چې ايمان لري اوښه عملونه كوي او دغسې خلك بيخي لږدي)).( د دغو خبروپه ترڅ كښې) داؤد پوه شوچې داخو مونږپه اصل كښې پرده ازميښت كړى دى نو هغه له خپل رب نه معافي وغوښتله اوپه سجده پريوت اورجوع يې وكړه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت داؤد عليه السلام به د شريعت په قاعده نبوت او نور شيان طلب كړى وى او په آخر كې يې داسې وفرمايل چې : ( بېشكه كه ستا دغه ورور همداسې كوى خو دغه دده تيرى او نا انصافى ده او غواړى چې په دغې وسيلې د خپل غريب او خوار ورور مال وخورى ) مطلب دا چې مونږ يې نه پريږدو چې داسې وكړى . وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنْ الْخُلَطَاء لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ
فسير : يعنې دغه د شريكانو عادت دى چې يو پر بل باندې ظلم او تيرى كوى قوى حصه دار غواړى چې ضعيف وخورى او له منځه يې لرى كړى يواځي د الله جل جلاله ايمانداره او نيك بندګان له دېنه مستثنى دى چې د هغوى شمير په دنيا كې ډير لږ دى . وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ
تفسير : ددغې قصې په اثر داؤد عليه السلام متنبه شو چې دغه زما په حق كې يوه فتنه او امتحان ؤ په مجرد ددى چې دغه خيال ورپيدا شو له خپلې دغې خطاء څخه يې معافى وغوښتله او په ډير عجز او نياز يې سر په سجده كيښود آخر الله جل جلاله د هغه خطاء ورمعافه كړه .
د داؤد عليه السلام هغه خطاء كومه وه ؟ چې د هغې په نسبت په دغو آيتونو كې اشاره ده د هغه په نسبت مفسرينو ډيرې اوږدې قصې ليكلي دي مګر حافظ عمادالدين ابن كثير رحمه الله د هغوى په نسبت ليكى : ( وقد ذكر المفسرون ههنا قصة اكثرها ماخوذ من الاسرائيليات ولم يثبت فيها عن المعصوم حديث يجب اتباعه ) او حافظ ابو محمدابن الحزم رحمه الله په كتاب الفصل كې په ډير شدت سره ددغو قصو ترديد كړى دى باقى ابوحيان رحمه الله او نورو له دغو قصو څخه خپل ځان بيل ساتلى دى او ددغو آيتونو كوم محمل چې بيان كړى دى هغه هم له تكلفه څخه ندى خالى . زمونږ په نزد اصلى خبره خو همغه ده چې د ابن عباسt څخه منقوله ده يعنې داؤد عليه السلام ته دغه ابتلاء د يوه شان عجاب په بناء ور دمخه شوه او صورت يې داسې و چې داؤد عليه السلام د الله جل جلاله په دربار كې عرض وكړ چې اې رب العالمينه ! په شپه او ورځ كې هيڅ يوه ګړى داسې نه ده چې په هغه كې د داؤد عليه السلام د خيلخانى كوم يو تن ستا په عبادت ( يعنې په لمانځه ، تسبيح ، تهليل او تكبير كې ) مشغول نه وي دايې ځكه يې وويل چې ده د شپې او د ورځې څليرويشت ساعتونه يې د خپلې كورنى پر ګردو افرادو تقسيم كړى وو څو دوى متناوبا وار په وار د الله جل جلاله په عبادت كې مشغول اوسي او هيڅ وخت دده عبادتخانه د عابدينو څخه تشه نه وى او ممكن دى چې نور داسې قسم شيان به يې هم عرض كړى وى ( او ښايي خپل د ښه انتظام او نورو اعمالو په نسبت يې هم څه ويلى وى ) د الله جل جلاله په دربار كې دده دغه وينا ناپسنده واقع شوه او ورته داسې ارشاد وشو : ( اې داؤده ! دغه ټول شيان زمونږ په توفيق ستا برخه شوي دي كه زما مدد له تا سره نه وى نو ته پر دغو شيانو قدرت نشى موندلى ( او سره له زرګونو كوښښونو به هغه ترسره نشي رسولى ) زه پخپل جلال باندې قسم يادوم كه ته يوه ورځ ستا نفس ته پريږدم ( يعنى که خپل مددله تاڅخه لرې کړم نوبه کتلى شې چې ترکومې اندازې پورې ) پخپل عبادت كې مشغول پاتې كيداى شى .؟ او خپل دغه انتظام قائم ساتلاى شى ؟ )
داؤد عليه السلام عرض وكړ چې يا ربه ! ما په هغه ورځ خبر كړه نو دى په هغه ورځ كې په فتنه مبتلا شو ( اخرج هذا الاثر الحاكم فى المستدرك وقال صحيح الاسناد واقره الذهبى فى التلخيص ) دغه روايت داسې څرګندوى چې د فتنې نوعيت ښايي صرف همدغومره قدروى چې په هغه وخت كې چې داؤد عليه السلام په عبادت كې مشتغل وي سره له پوره سعى او كوښښ ونشى مشتغل كيداى او خپل انتظام قائم ونشى ساتلاى لكه چې اوس مو ولوست چې په بې قاعده ګۍ او فوق طريقې سره څو تنه سړى يو ځاى يو ناڅاپه دده په عبادتخانى ورننوتل او حضرت داؤد عليه السلام يې وويراوه او دى يې دده له هغه مخصوص شغل څخه منصرف او خپل جانب ته يې متوجه كړ سره له ډيرو پيرو او انتظام دوى د داود عليه السلام تر څنګه پورې ورسيدل او دوى ته هيچا ممانعت ونه كړ ، دلته داود عليه السلام ته داسې خيال پيدا شو چې الله جل جلاله زه د خپلې همغې دعوٰى له سببه په دغې فتنې كې مبتلا كړى يم د فتنې د لفظ اطلاق دلته تقريباً داسې وګڼي لكه چې په حديث كې راغلى دي چې حضرت حسن او حسينt په هلكتوب كې كميسونه اغوستلى وو او لړځيدونكى او ريږديدونكى سره راتلل د رسول الله صلی الله عليه وسلم نظر د منبر له پاسه پر دوى ولويد خطبه يې قطعه كړه او هغوى يې راپورته كړل او يې فرمايل : ( صدق الله انما اموالكم واولادكم فتنة ) په ځينو آثارو كې راغلي دي كه څوك د نيكى كولو په وخت وايي ( اې الله ! ما داسې كار كړى دى صدقه مې وركړى ، لمونځ مې اداء كړى ، ډوډۍ مې وركړى ده ، نو الله جل جلاله فرمايي : ( او ما ستا سره مدد كړى او توفيق مې دركړى دى ) او كله چې بنده وايي : ( اې ربه تا راسره مدد كړى او ما ته دى توفيق رابښلى او راباندې احسان دى ايښى دى ) نو الله جل جلاله فرمايي : ( او تا عمل كړى او اراده دې كړې او تا دغه نيكى ګټلى ده ) ( د مدارج السالكين ۱ ج ۹۹ صفحه ) له دېنه وپوهيږئ چې د حضرت داود عليه السلام په شان د يوه جليل القدر نبى خپل ښه انتظام ورڅرګندول او دده داسې فرمايل چې ( اې ربه په شپه او ورځ كې هيڅ يوه ګړى داسې ندى چې په هغه كې د داود عليه السلام د خيلخانى كوم يو تن ستا په عبادت ( يعنې په لمانځه ، تسبيح ، تهليل او تكبير ) كې مشغول نه وى ) څرنګه د الله جل جلاله د خوښنى په مورد كې واقع كيداى شى ؟ لويان په خورا ډيرې وړوكى ګناه هم نيولى كيږي نو ځكه په يوه ازموينه كې مبتلا كړى شو څو باخبره او متنبه شي او د خپلې غلطې اصلاح او تدارك وكړي لكه چې تدارك او اصلاح يې هم وكړ او په ډير ښه شان سره يې وكړ زما په نزد ددې آيت بې تكلفه تقرير همدغه دى باقى حضرت شاه صاحب رحمه الله د هغې مشهورې قصې په اساس څه شى چې ليكلى دى هغه دى په ( موضح القرآن ) كې وكتل شى .


Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مالی 23 ؛ سورة - ص 38 ؛ آيت - 24 ] (38:24)