Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(40:13) (آيت نمبر:سورة نمبر)
هو الذي يريكم آياته وينزل لكم من السماء رزقا وما يتذكر إلا من ينيب

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 الله هغه ذات دى چې ښيي تاسې ته دلائل نښې ( دقدرت ) خپل اونازلوي تاسې ته له طرفه دآسمانه رزق روزي( باران چې سبب دروزۍ دى ) اوپندنه اخلي ( په دغودلائلودقدرت ) مګرهغه چې راګرځيدلى وي ( له شركه اومعصته توحيداوطاعت ته ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هماغه ذات دى چې تاسې ته خپلې نښانې درښيي اوله اسمانه ستاسې لپاره روزي نازلوي ، خو ( ددغو نښانوپه لېدلو سره ) درس يوازې هماغه څوك اخلي چې دالله لوري ته رجوع كوونكى وي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د الله جل جلاله د عظمت او وحدانيت دلائل او نښې په هر څيز كې ظاهرې دي انسان دى ښايي چې يواځي پخپلې روزى او رزق كې لږ غور او دقت وكړى او ودې ګوري چې په څه وسائلو او وسائطو سره هغه ور رسيږي حتى چې د هغه سامان له آسمانه هم تهيه كيږي بيا په نورو شيانو كې هم دده عقل او پوه رسيږي ليكن كه څوك هغه لورى ته له سره رجوع هم ونه كړى او له غور او فكر څخه كار وانخلى نو له كوم ځايه او په كومې وسيلې سره په پوه حاصله كړاى شي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 13 ] (40:13)