Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(40:19) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يعلم خائنة الأعين وما تخفي الصدور

يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 معلوم دى (الله ) ته خيانت دسترګواوهغه نياة چې پټوي يې سيني ( زړونه )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله آن دسترګو پرغلا باندې پوهېږي او آن په هغه راز باندې پوهېږي چې سينوپټ ساتلى دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې له مخلوقاتو ځينې خپلې سترګې وژغورى او په پټه او مخفى ډول سره پر كوم يو شى نظر وغورځوى يا د سترګو په يوه كنج يا په غلا سره وګورى يا پخپل زړه كې كوم نيت وكړى يا د كومى خبرې اراده يا خيال پخپل زړه كې تير كړى له دغو ګردو شيانو څخه پر ټولو او پر هر يوه باندې الله جل جلاله عليم او خبير دى او فيصله يې په عدل او انصاف سره كوى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 19 ] (40:19)