أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آيانه ګرځي ( دغه مشركان) په ځمكه (ملكو) كې پس چې وګوري دوى چې څرنګه ووعاقبت آخره خاتمه دهغوكسانوچې وو پخوالدغو( مشركانو) چې ووهغوى ( پخوانى مكذبين) همدوى ډيرسخت لدغو( كفارو) څخه له جهته دقوت اوآثار( چې پريښى يې دى ) په ځمكه كې . پس ونيول هلاك كړل دوى لره الله په سبب دګناهونو ددوى اونه وودوى ته له ( عذابه د) الله هيڅوك ساتونكى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا دوى كله په ځمكه كښې ګرځېدلي نه دي چې دوى دهغو خلكو عاقبت ليدلى واى چې له دوى نه مخكې تېرشوي دي ؟ هغوى له دوى نه زيات قوي وو اوله دوى نه زياتې قوي نښې نښانې يې په ځمكه كښې پرې ايښې دى. خوالله دهغو پرګنا هونو هغوى ونيول اوله الله نه دهغو ژغورونكى هېڅوك نه ؤ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ډيرې كلكې او مضبوطې كلاوې ، عالى شانه عمارتونه او د مختلفو اقسامو يادګارونه .
فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ
تفسير : يعنې كله چې څوك مو له دنيوى عذاب څخه نشى ژغورلاى نو له اخروي عذاب څخه خو څوك ژغورلاى شي ؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 21 ] (40:21)