وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخامخاپه تحقيق ليږلى وومونږ موسى په آيتونودلائلو( دقدرت ) خپل اوپه برهان سند ښكاره سره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او مونږموسى له خپلو نښانو او دماموريت له څرګند سند سره وليږه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : له ( آيتو او د لائلو ) ځينې يې معجزات او له ( برهان سند ښكاره ) څخه يې ماسواء له معجزاتو نور قسمونه دلائل او براهين مراد فرمايلى دي يا دې له ( آيت ) څخه تعليمات او احكام او له ( سلطان مبين ) ځينې معجزات مراد واخيستل شى يا به ( سلطان مبين ) د هغه قدسيه قوت او مخصوص ربانى تائيد نوم وى چې د هغه آثار په انبياوو كې هر ليدونكى ته په ښكاره ډول سره په نظر راځي والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 23 ] (40:23)