Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(40:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
إلى فرعون وهامان وقارون فقالوا ساحر كذاب

إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 طرف د( پاچا دمصر) فرعون ته اوهامان ته ( چې وزيريې وو) اوقارون ته ( چې مصاحب يې وو) . پس وويل ( دوى چې دارسول ) ساحركوډګردي درواغجن دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
فرعون، هامان او قارون ته خو هغوې وويل : كوډګر دى ډېر درواغجن دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : هامان د فرعون وزير و قارون د بني اسرائيلو ډير لوى متمول او تاجر وو چې دموسٰى عليه السلام پر خلاف دفرعون پر مرضۍ به يې اقدامات كول پخوا له دېنه دده قصه تيره شوى ده.
فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ
تفسير : يعنې ساحر او كوډګر دى ددغو معجزاتو په ښوولو كې درواغجن دى د رسالت په دعوٰى كې دغسې به ځينو د هغو ويلى وى او نورو به د دوى تصديق كړى وي .

Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 24 ] (40:24)