Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(40:27) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وقال موسى إني عذت بربي وربكم من كل متكبر لا يؤمن بيوم الحساب

وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 او وويل موسى ( قوم خپل ته ) چې بيشكه زه پناه غواړم په رب خپل اوپه رب ستاسې له ( شره د) هرمتكبره ( سركشه ) چې نه راوړي ايمان په ورځ دحساب .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
موسى وويل (( ماخود هرهغه متكبر په مقابل كښې چې دحساب پرورځ ايمان نه لري خپل رب اوستاسې رب ته پناه ور وړېده )).
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : كله چې حضرت موسٰى عليه السلام ته ددغو مشورو خبر ور ورسيد نو خپل قوم ته يې وفرمايل چې زه لدغو ويرولو څخه له سره نه ويريږم او نه يې پروا لرم يواځى فرعون لاڅه كوى كه ددنيا ګرد متكبرين او جبارين هم سره راټول شي خو بيا زما الله جل جلاله ما د دوى له شر څخه ساتي او هغه ماته كافى دى ما خپل ځان يواځى دده په پناه كې وركړى دى همغه زما حامي او مددګار دي كما قال الله تعالٰٰى : ( لاَ تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى ) ( د طه ۲ ركوع ) ښه وروسته د الله جل جلاله له حمايته او امداده داسې اولوالعزم نبيان به څرنګه له يوه مغرور انسان څخه ويريږي ( نو ځكه موسٰى عليه السلام وويل : بېشكه زه پناه غواړم پر رب خپل او په رب ستاسې له شره د هر متكبره سركشه ) .
لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ
تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( څوك چې په حساب او كتاب يقين او باور ولري نو هغه به څرنګه ظلم وكړي ؟ ) .

Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - غافر 40 ؛ آيت - 27 ] (40:27)