تَنْزِيلٌ مِنَ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
( دغه قرآن ) راليږلى شوى دى له ( هغه الله ) چې خورا مهربان ډيررحم والادى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
داد مهربان اوبښونكى خداى نازل كړى قران دى ،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د الله جل جلاله ډيره زياته مهربانى او رحمت پرخپلو بندګانو دى چې د دوى د هدايت دپاره يې داسې عظيم الشان او بې مثاله كتاب نازل فرمايلى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 2 ] (41:2)