ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيايې اراده وفرمايله ( پيداكولود) آسمان ته حال داچې دغه آسمان يولوګى ؤ ( ولاړ) . پس وفرمايل ( الله ) دغه ( آسمان ) ته او( دغې ) ځمكې ته چې راشئ دواړه پخپلې خوښې سره ياپه زورسره ، وويل آسمان اوځمكې راځومونږ(فرمان ستاته ) په خوښۍ سره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا هغه داسمانو خواته متوجه شوچې په هغه وخت كښې محضې لوګى و.هغه اسمان او ځمكې ته وويل (( مينځ ته راشئ ، كه تاسې وغواړئ اوكه ونه غواړئ )). دواړو وويل (( مونږرامينځ ته شوو دفرمان منونكو په توګه )).
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې بيا د آسمانونو په طرف متوجه شو چې په دغه وخت كې دوى ګردسره يووو د يوه لوګى په شان نو هغوى يې سره تقسيم كړل او په اووو آسمانو سره يې وويشل لكه چې وروسته له دې نه يې ذكر راځي .
فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ
تفسير : يعنې اراده يې وفرمايله چې ددغو دواړو ( آسمان او ځمكې ) له يو ځاى كيدلو څخه دنيا ودانه كړي اعم له دېنه چې دوى دواړه پخپل طبيعت سره يوځاى شى كه ( په زور سره په هر حال د دواړو له يوځاى كولو سره يې دغه نظام جوړول مقصود و ) او دغه دواړه سره يو ځاى شول پخپل طبيعت له آسمان د لمر اشعى راغلى او تودوخى پيداشوى هواوى جارى شوى د هغو دوړى او بخار پاس پورته شو بيا له هغه څخه اوبه توئيدى او د باران په صورت ووريدى چې د هغو په وسيله راز ــ راز شيان پيدا شول او پخوا يې فرمايلى و چې ( په ځمكه كې يې د دوى خوراكونه كيښودل ) يعنې په ځمكه كې يې داسې قابليت كيښود چې دغسې شيان ترې پيداكيږي والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 11 ] (41:11)