Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(41:13) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فإن أعرضوا فقل أنذرتكم صاعقة مثل صاعقة عاد وثمود

فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنْذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس كه چيرې مخ وګرځولو( دغوكفاروله حقه ) پس ووايه ( اى محمده ! دويته ) چې ويروم زه تاسې له سخت عذابه په مثل دسخت عذآب دعاديانو( لكه باددصرصر) اوثموديانو( لكه چيغه دجبريل ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوس كه دوى مخ اړوي نو دوى ته ووايه چې زه تاسې له همغسې يو ناڅاپي رالوېدونكي عذاب څخه وېروم لكه چې پرعاديانو او ثموديانو باندې نازل شوى وء.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كه د مكې معظمې كفارو دداسې عظيم الشان آيتونو د آوريدلو څخه وروسته بيا هم د نصيحت له قبلولو او د توحيد او د اسلام له ليارى د غوره كولو څخه مخ واړوي نو تاسې دوى ته وفرمائى : ( زه تاسې په دغه خبروم چې ستاسې خاتمه هم د ( عاد ) او ( ثمود ) او نورو معذبينو اقوامو په شان كيږي ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 13 ] (41:13)