وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اونجات مووركړهغوكسانوته چې ايمان يې راوړى وواو وودوى چې پرهيزګاري به يې كوله ( له شركه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او مونږهغه خلك وژغورل چې ايمان يې راوړى و اوله ګمراهى اوبد عملۍ نه يې ډډه كوله.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه كسان چې ايمان يې راووړ او له بدۍ څخه يې ځانونه وژغورل الله جل جلاله دوى ته له عذابه نجات وركړى دى او د عذاب د نزول په وخت كې لږ څه صدمه او تود باد هم نه ور رسيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 18 ] (41:18)