وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاءُ اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او( ياده كړه ) هغه ورځ چې راټول به كړل شي دښمنان دالله اور( ددوزخ ) ته پس دوى به ډلې ډلې كړل شي
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوهغه ورځ درياده كړه چې كله دالله دغه دښمنان دوزخ ته دتلو لپاره ډلې ډلې محاصره كړي راوستل شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د هر يوه قسم مجرمانو ډلى او جماعتونه به سره بيل ــ بيل وى او دغه ګرد جماعتونه به يو د بل په انتظار كې جهنم ته نژدې درول كيږي ( بيا چې ټول سره يو ځاى شي نو روان به كړل شي دوزخ ته ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 19 ] (41:19)