وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِنْ ظَنَنْتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِمَّا تَعْمَلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اونه وۍ تاسې (په وخت دكولوددغوفواحشوداسې ) چې پټول به مو( دغه فواحش له ويرې ددې ) چې شاهدي به وركړي پرتاسې غوږونه ستاسې اونه سترګې اونه پوستكى ستاسې ( ځكه چې دخپلو اعضاو په شهادت موباورنه درلود) . وليكن ګمان به كاوه تاسې ( په وخت دستركې ) ددې چې بيشكه الله نه دى عالم پرډيروله هغوكاروچې كول به تاسو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
تاسې چې كله په دنيا كښې په پټه جرمونه كول نو له تاسې سره دافكر نه و چې يو وخت به ستاسې خپل غوږونه اوستاسې سترګي او ستاسې دجسم پوستكي پرتاسې شاهدي ووايي ،بلكې تاسې خولا دا ګڼله چې ستاسې له زياترو عملونو څخه خداى هم خبرنه دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې له نورو ځينې په پټه سره مو ګناه كوله او له دېنه نه وئ خبر چې ستاسې لاسونه او پښې به ستاسې هغه مخفي اعمال څرګندوي ښايي چې تاسې هغه ګناه له دغو اندامو څخه هم پټه كړى واى حال دا چې تاسو همداسې كول هم غوښتل دغه مو له قدرته او واكه نه وو پوره .
وَلَكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ
تفسير : يعنې اصلاً ستاسې چارى او د عمل طرز يې ښكاراوه چې ګواكې تاسې د الله جل جلاله په محيط علم يقين نه درلود او داسې مو ګڼل چې هر څه مو چې زړه غواړى ښايي همغسې وكړو څوك مو وينى ؟ او راپسې ګرځى ؟ كه په پوره ډول سره مو يقين او باور كړى واى چې الله جل جلاله زمونږ له ګردو حركاتو څخه عالم او باخبر دى او دده په نزد كې زمونږ مكمل دفتر شته نو له سره به مو داسې شرارت او طغيان نه كاوه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 22 ] (41:22)