فَإِنْ يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ ۖ وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس كه صبروكړي دوى ( په دې عذآب يايې ونه كړي ) پس اور(ددوزخ ) ځاى دهستوګنې دى دوى ته اوكه رضاء دالله ( اوقبول دتوبې يارجوع دنياته ) غواړي دوى پس نه به وي دوى له قبول كړيوشويو( په طلب درضاء دالله ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په دې حالت كښې كه هغوى صبر وكړي ( اوكه يې ونه كړي ) اور به دهغواستوګنځى وي ، او كه دبېرته ستنېدو فرصت وغواوي نو هېڅ فرصت به هغوته ورنه كړل شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( يعنې په دنيا كې ځينې بلاء په صبر سره آسانيږي هلته كه صبر وكړى يا يې ونه كړى دوزخ د دوى دپاره كور مقرر كړى شوى دى ( چې له هغه ځايه له سره نشى وتلى ) او ځينې بلاء دلته په منت خوشامند او تملق سره لرى كيدونكى دى ولى هلته دغه شيان له سره مفيد نه واقع كيږي او هومره زارى خوارى او عاجزى چې وكړى نه قبليږي او نه يې په درد خورى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 24 ] (41:24)