وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَيَّنُوا لَهُمْ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اومقرركړى مودي دوى ته ملګري ( له شياطينو) پس ښائسته كړي يې دي دوى ته هغه شيان چې وړاندې لدوى دي اوهغه شيان چې وروسته لدوى دي ( له هواء اوهوس اوانكاردآخرت ) . اوثابته شوې ده پردوى خبره (دعذاب ) په هغوامتوكې چې په تحقيق تيرشوي دي پخوالدوينه له پيريانواوله انسانانو. بيشكه چې دوى ووزيانكاران (په دواړوجهانوكې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مونږپرهغو باندې داسې ملګري مسلط كړي وو چې هغوته يې وړاندې وروسته هرڅه ښايسته كړي وو ، په پاى كښې پر هغوباندې هم دعذاب همغه فيصله تطبيق شوه چې له هغوڅخه دمخكښې تېر شويو پيريانو او انسانانو پرډلو باندې تطبيق شوې وه ، په يقيني ډول هغوى زيان كاران وو.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې پر دوى باندې يو ــ يو شيطان مقرر شوى دى څو دوى ته خراب كارونه چې پخوا يې كړي وو يا وروسته له دېنه يې كوي ښه وروښيى او د دوى تباه كوونكى ماضى او مستقبل هغوى ته ښه او ښكلى ورښكاره كړى او ددغو شياطينو تقرر هم د دوى د اعراض عن الذكر نتيجه وه كما قال الله جل جلاله فى ( الركوع ۴ من سورة الزخرف ) (ومن يعشى عن ذکر الرحمن نقيض له شيطان فهوله قرين)
وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ
تفسير : يعنې همغه خبره چې د دوى په نسبت په ابتداء كې فرمايلى شوى ده ( لأَمْلأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ) ( د هود ۱۰ ركوع زمونږ دغه مقدس تفسير ) .
إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ
تفسير : كله چې انسان ته خساره واقع كيږي نو همداسې سامان ورمهياء كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - فمن اظلم 24 ؛ سورة - فصلت 41 ؛ آيت - 25 ] (41:25)