Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(42:13) (آيت نمبر:سورة نمبر)
شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا والذي أوحينا إليك وما وصينا به إبراهيم وموسى وعيسى أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا في

شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 مقرركړى بيان كړى دى ( الله ) تاسې ته له دين څخه هغه چې وصيت ( حكم ) يې كړى ووپه هغه سره نوح ته اوهغه ( شى ) چې وحى حكم كړې ده تاته ( اى محمده ! ) اوهغه ( شى ) چې حكم كړى وومونږپه هغه سره ابراهيم ته اوموسى ته اوعيسى ته . داسې چې قائم کړئ سم ودروۍ دين ( دتوحيد) اومه غورځوۍ اختلاف په هغه كې . ډيردرونددى پرمشركينوهغه ( شى ) چې بولې ته دوى هغه ( توحيد) ته الله راكاږي ځان خپل ته ( غوره كوي ) هغه څوك چې اراده وفرمايي ( دغوره كولويې ) اوسمه لاره ښيي دين خپل ته هغه چاته چې رجوع كوي ( الله ته ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه ستاسې لپاره د دين همغه كړنلاره ټاكلې ده چې دهغې حكم يې نوح ته كړى و او چې اوس اى محمده ص، تاته مود وحى په وسيله درليږلى دى، اوچې دهغه حكم مو ابراهيم، موسى او عيسى ته كړى دى ، په دې سپارښت سره چې دغه دين برقرار كړئ اوپه ده كښى تيت پرك كيږئ مه همداخبره د دغومشركانو ډيره ترپامه بده راغلې ده چې دهغې خواته ( اى محمده ) ته دوى ته بلنه وركوې.دالله چې چاته خوښه شي ځان ته يې غوره كوي اوهغه خپل لوري ته دراتلو لاره همغه چاته ورښيي چې دهغه خواته رجوع وكړي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : له آدم عليه السلام څخه وروسته او له ګردو څخه ړومبنى رسول حضرت نوح عليه السلام دى بلكې ښايي چې وويلى شى فى الحقيقت د تشريعيه ؤ احكامو سلسله له همدغه نوح عليه السلام څخه شروع شوي ده او وروستنى رسول حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم دى چې پر دوى د رسالت او د نبوت سلسلې خاتمه موندلى ده په منځ كې هومره انبياء او رسولان چې راغلى دى په دوى كې حضرت ابراهيم عليه السلام حضرت موسٰى عليه السلام حضرت عيسٰى عليه السلام همدغه درې واړه هم زيات مشهور شوى دى او د دوى نوم اخيستونكى په هره زمانه كې ډير كسان موجود وو ځينې دغوپنځو تنو رسل الله ته او لوالعزم رسولان هم وايي په هر حال په دغه ځاى كې الله جل جلاله په صاف ډول سره وښود چې په اصل كې دين تل تر تله يو وو ځكه چې په عقائد ، اخلاق او د ديانت په اصول كې ټول سره يو او ګرد سره متفق وو هو ! په ځينو فروعو د هرې زمانې د مصالحو په موجب څه تفاوت واقع شوى دى او هم ددين د قيام طور او طريقه يې په هر وخت كې بيله درولى ده چې هغه يې په بل ځاى كې داسې فرمايلى دى : ( لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ) .
أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ
تفسير : يعنې پر ګردو انبياؤ او د دوى پر امتو همداسې حكم صادر شوى دى چې د الله جل جلاله دين پخپلو اعمالو او اقوالو كې ټينګ او قائم وساتئ ! او ددين په اصل كې هيڅكله تفريق او اختلاف روا او جائز مه بولئ !
كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاء وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ
تفسير : يعنې د توحيد د هغه دين په طرف چې تاسې خلكو ته دعوت وركوئ پر مشركينو هغه ډير دروند واقع كيږي ګواكې تاسې كوم نوى او عجيب شى خلكو ته ور وړاندې كوئ چې هيچا د هغه نظير او مثال پخوا له تاسې نه دى وړاندې كړى نو ښه د توحيد په مثال يو صاف ، معقول ، ښكاره او متفق عليه شى هم كله چې سخت او دروند ورښكاره شى او په هغه كې هم خلك د اختلافاتو له غورځولو څخه پاتې نشي نو آيا د دوى جهالت او بدبختۍ خپلې انتهائى اندازې ته نه دي رسيدلي ؟ رښتيا خبره همدا ده هدايت او نور شيان ګرد د الله جل جلاله د قدرت په لاس كې دى په هر قسم چې اراده فرمائى خپل بندګان غوره كوى او خپل طرفته وربولى او په خپل رحمت او محبت سره د قرب او اصطفاء په مقام يې فائز وى او هغه كسان چې له خپلو ښو استعداداتو دده په جانب رجوع كوي او محنتونه پرخپلو ځانو ګالى د دوى محنتونه پر خپله نښه لګول او د دوى لاس نيول او بريالي ګرځول هم د هغه كار دى كما قال الله تعالٰى فى الركوع ۷ من سوة القصص ( وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ ) وفى الركوع ۱۰ من سورة الحج ( اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ ) وفى الركوع ۷ من سورة العنكبوت ( وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ) په هر حال د الله جل جلاله حكمت د هر چا هدايت ته چې مقتضى شى هغه هدايت موندلى او د الله جل جلاله د رضاء او د لقاء په نعمت فائز المرام كيداى شى !

Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الشورى 42 ؛ آيت - 13 ] (42:13)