Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(42:19) (آيت نمبر:سورة نمبر)
الله لطيف بعباده يرزق من يشاء وهو القوي العزيز

اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 الله ډيرلطف كوونكى ښه مهربان دى پربندګانوخپلو . رزق روزي وركوي ( الله ) هغه چاته چې اراده وفرمايي اوهمدى قوي زورورښه زبردست ډيرغالب دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله پرخپلو بندګانو ډير مهربان دى.چاته چې يې څه خوښه وي روزي وركوي ، او هغه ډيرزور ور او برلاسى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ( الله جل جلاله ) سره له تكذيبه او انكاره د هيچا روزى نه بندوى بلكې د بندګانو د خوراا نريو ــ نريو احوالو رعايت كوى او په نهايت نرمى او لطيف تدبير سره د دوى تربيت فرمائى .
يَرْزُقُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْقَوِيُّ العَزِيزُ
تفسير : يعنې د هر چا په نسبت هرڅه چې اراده وفرمائى او هومره چې اراده يې وى وركوى يې .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الشورى 42 ؛ آيت - 19 ] (42:19)