Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(43:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وقالوا لو شاء الرحمن ما عبدناهم ما لهم بذلك من علم إن هم إلا يخرصون

وَقَالُوا لَوْ شَاءَ الرَّحْمَٰنُ مَا عَبَدْنَاهُمْ ۗ مَا لَهُمْ بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اووايي ( دغه مشركان ) كه اراده فرمايلې واى رحمن نوعبادت به مونه واى كړى ددغو( باطلو معبودانو ) . نشته دوى ته په دې ( ويناخپلې ) هيڅ قدرعلم پوه نه دي دوى مګردرواغ وايي ( خوشې چټي اټكلو نه چلوي ځكه چې الله راضي ندى په كفر)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دوى وايي (( كه رحمان (خداى) غوښتلاى ( چې مونږدهغو عبادت ونه كړو ) نو مونږبه هيڅكله دهغو عبادت نه ؤ كړى)).دوى دهغې معاملې پرحقيقت باندې هيڅ نه پوهېږي،دوې محضې اټكلونه چلوي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې دوى د خپلو دغو د شرك ، بى ادبى او ګستاخى په جواز او استحسان كې يو داسې عقلى دليل هم وړاندې كوى چې كه الله جل جلاله اراده كړى واى نو مونږ ته به يې موقع نه راكوله چې له ماسواء الله جل جلاله څخه به مو د نورو شيانو عبادت كاوه او هرومرو به يې زمونږ مخه نيوه كله چې مونږ برابر پرخپل همدغه دود او دستور دوام كوو چې هغه يې ګورى نو ثابت شو چې دغه كار بهتر او دده خوښ دى ( نو الله جل جلاله د مشركانو ددغې وينا ترديد داسې فرمايى : )
مَّا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
تفسير : يعنې دغه خبره خو رښتيا ده چې بې د الله جل جلاله له ارادى څخه هيڅ شى نشى كيداى ليكن د كوم شى ښيګڼه او بهترى زمونږ دپاره له دېنه نه ثابتيږي او كه داسې واى نو په دنيا كې به هيڅ كار بيكاره او هيڅ شى خراب او بد نه پاتې كيده او په ګرد جهان كې به محض خير وه او بس او د شر تخم به له سره نه پيداكيده او هر يو درواغجن ظالم او مكار به همداسې وايي كه د الله جل جلاله اراده نه واى نو زه به يې نه پرې ښودم چې داسې ظلم او تيرى به مې كاوه او كله يې چې ماته د ظلم ، ستم او تيرى موقع راكړه نو معلومه شوه چې دى په دغه كار خوښ او راضي دي په هر حال به مشيت او رضاء كې د لزوم ثابتول کوم علمي اصول نه دي او محض د ګمان او اټكل غشى دى چې د هغه بيان د ( الانعام د سورت په ۱۸ ركوع ) كې ددغه آيت په تفسير كې پخوا كښلي شوي دي : ( سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا ) .

Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الزخرف 43 ؛ آيت - 20 ] (43:20)