وَأَنْ لَا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي آتِيكُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او ( وويل موسى فرعونيانوته ) چې سركشي مه كوۍ پرالله ( په اهانت دوحى) بيشكه چې زه راوړونكى يم تاسې ته دبرهان حجت دليل ښكاره واضح .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دالله په مقابل كښې سرغړاوى مه كوئ.زه تاسې ته ( دخپل ماموريت ) څرګند سند وړاندې كوم.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ( برهان ، حجت ، دليل ، ښكاره واضح ) هغه معجزات و چې موسٰى عليه السلام ښوول لكه عصايد بيضاء يعنې ( امسا ) او ( سپين لاس ) او نور .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الدخان 44 ؛ آيت - 19 ] (44:19)