Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(44:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإني عذت بربي وربكم أن ترجمون

وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 او( وويل موسى فرعونيانوته چې ) بيشكه زه پناه نيسم په رب خپل اوپه رب ستاسې لدينه چې سنكسار (كړۍ تاسې ما ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ما دخپل رب او ستاسې درب پناه غوښتې ده.له دې نه چې تاسې پرماپه تيږو ويشتلو سره يرغل وكړئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : په دغه سره يې د دوى د هغو ويرولو جواب وركړ يعنې ما ستاسې له ظلم او ايذاء څخه د الله جل جلاله پناه حاصله كړى ده هغه زما په حمايت كې دى او د الله جل جلاله پر حفاظت زه پوره اعتماد او اطمينان لرم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الدخان 44 ؛ آيت - 20 ] (44:20)