Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(44:21) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإن لم تؤمنوا لي فاعتزلون

وَإِنْ لَمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوكه ايمان نه راوړۍ تاسې ( اى فرعونيانو! ) پرماپس په څنګ شۍ ( له ماپريږدۍ ما) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كه تاسې زما خبره نه منئ نوپرما باندې له لاس پورته كولونه ډډه وكړئ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كه زما خبره نه منئ نو اقلاً ماته څه ضرر او ايذاء مه رسوئ او په دغه سره خپل جرم مه درندوئ .
( خير نه دې بې هيلى يم شر دى رانه لرې كړه )
حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( يعنې چې خپل قوم بوځم ته مې لياره مه نيسه ! )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الدخان 44 ؛ آيت - 21 ] (44:21)