هَٰذَا هُدًى ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
دغه ( قرآن كامل ) هدايت دى اوهغه كسان چې كافران شوي دي په آيتونو درب خپل شته دوى ته عذاب له ( هغه ډيرسخت ) عذاب دردرسوونكي نه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دغه قرآن له سره تر پايه هدايت دى ، او دهغو خلكو لپاره د مصيبت دردناك عذاب دى چې هغوى دخپل رب دآيتونو له منلو نه انكار وكړ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دغه لوى عظيم الشان بركت او ستر هدايت دى چې د هر راز ښو او بدو ليارى او چارى انسانانو ته ښيى هر هغه څوك چې ددغه لوى قرآن احكام او بيان نه منى نو هغه دى خپل ځان د ډير سخت غليظ او دردناك عذاب ګاللو دپاره آماده او تيار كړى !
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الجاثية 45 ؛ آيت - 11 ] (45:11)